اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) د س??نې?? چيئرمېن میا رضارباني اوسنې دور د پارلماني س??ار??كارۍ دور ګرځولو سره وئيلي دې د مسائلو هواري له د قامونو ترمېنځه ښو اړيكو ته د پارلماني س??ار??كارۍ د لارې وده وركړې ك??دې شي۔ د س??نې?? چيئرمېن ميا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه د بحرېن د پارلماني پلاوي مشر او د شورٰې كونسل چيئرمېن علی بن الصالح سره وكړې۔ د س??نې?? چيئرمېن ووئيل بحرېن او پاكستان د ملګرتيا اړيكې لري كومو ته چې په تجارتي او اقتصادي كچه پراختيا وركولو له زيات ګنجائش شته۔ خپلو خبرو كښې ميا رضا رباني ووئيل هندے سركار په جنګي جنون كښې نه يوازې د نړيوالو لوظنامو او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو كښې ككړ دے بلكې د كشميري اولس د حقونو لپاره روانې هڅې قلارولو لپاره ظلمونه هم كوي۔ په دې موقع د س??نې?? دوهم چيئرمېن مولانا عبدالغفور حېدري، راجه محمد ظفرالحق، س??نې?? كښې د پاكستان بحرېن دوستۍ ډلې مشر حافظ حمداللہ ، سناتوران ډاکټر جهانزېب جمالدیني ، اعظم خان سواتي، محمد طلحه محمود، مشاهد حسین سید او ستارہ ایاز موجود وه۔ د بحرېن پارلماني پلاوي د س??نې?? چيئرمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه د پاكستان په دوره راغلې ۔ په دې موقع د سينېټ چیئرمېن ته د بحرېن دورې بلنه هم وركړې شوې۔ د بحرېن پلاوي پارلمان ته په رارسېدو د جمهوريت يادګار ته لاړو او د ګلونو څادر ئې پرې خپور كړو٬ پلاوي د دستور كوڅې څارنه هم وكړه او د س??نې?? نوې جوړ كتابتون ته هم لاړل۔ پلاوي په دې موقع د كتابتون په اړه د شريكې مرستې او د يو بل د تجربو څخه د استادې كولو خوښي هم څرګنده كړې شوه