اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښ?? د مسابقت جوګه د هېواد دننه مصنوعات جوړولو لپاره د ټولو ممكنه ګامونه پورته كولو عزم لري۔ وزيراعظم دا خبرې د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن (آپټما) پلاوي سره په خبرو كښ?? كړې چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم دفتر كښ?? ملاقات كړې۔ د خزانې وزیر اسحاق ډار، د تجارت وزیر پروېز ملك، د وزیرعظم مرستيالان هارون اختر او مفتاح اسماعیل او او د اړوند وزارتونو سينئر چا??وا??ي هم په دې موقع موجود وو۔پلاوي د وزیراعظم په برآمدي پېکج د نظر ثانۍ او په اضافې د دوي مننه وكړه چې مقصد ېې ټوله نړۍ كښ?? د ??وا??تي او غېر ??وا??تي ماركيټونو لټون لپاره برآمد كوٶنكو ته آسانۍ وركول دي۔ پلاوي هېواد كښ?? په خاص توګه صنعتي مصرف كوٶنكو لپاره د توان تحفظ باور?? كولو لپاره د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د حکومت د دې عزم پخلې وكړو چې حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښ?? د زيات مسابقت جوړولو لپاره د پاليسي اقدامات پشمول ټول ممكنه ګامونو به ??وا?? ساتلې شي۔ پلاوي په برآمدات كښ?? اضافې او د دغې په نتيجه كښ?? په هېواد كښ?? په تجارتي زيان كښ?? كمې راوستو لپاره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړه۔ د وړاندېزونو په ځواب وزیراعظم ووئيل حكومت په هر ھغه تجويز كار كولو له چمتو دے چې ورسره برآمداتو كښ?? واضح اضافه باوري كېدې شي او د كومې په نتيجه كښ?? چې تجارتي زيان كښ?? كمې او روزګار كښ?? د زياتوالي ګټه ترلاسه كېږي۔ وزیراعظم د تجارت وزير ته امر وكړو چې ھغه د برآمد كوٶنكو سره كېښني او ھغوي ته د عمل جوګه كوټلي سفارشات وړاندي كړي