اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن په كنونشن سنټر كښې د عيد میلادالنبيۖ پحقله دستوره كښې د علامه اقبال اوپن پوهنتون د “سيرت سټډيز” ري??رچ جرنل د كال 2017 د تعليمي خپرونو بهترين جرنل ګرځولو په سبب ??اص اېوارډ وركړې دې۔ د مجلې مدير ډاكټرمعین الدین هاشمي اولس مشر څخه انعام وصول كړو۔ په دستوره كښې د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صدیقي هم ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت ” اسلامي ري??ست كښې د قامي قيادت د لارښودنې اصول د سيرت په رڼا كښې” په سرخط د صوبائي او ګرد پاكستان په كچه د آرټيكلز د ليكلو مقابلې راجوړې كړې وې۔ په صوبائي كچه مقابلو كښې د پوهنتون ډاكټر احمد رضا په غوره آرټيكلز ل??كلو وړومبنې انعام ترلاسه كړو دغسې ډاكټر عائشه صنوبر اونازیه ګوهر ??اص انعامونه ترلاسه كړل۔ په آل پاکستان مقابلو كښې د اوپن پوهنتون پي اېچ ډي سكالر وړومبې انعام ترلاسه كړې دغسې اوپن پوهنتون په دې مقابلو كښې پينځه قامي اېوارډونه ترلاسه كړي۔ پروفېسر ډاكټر محې الدين هاشمې له مخې اوپن پوهنتون د سيرت النبي ۖ فروغ لپاره په تسلسل سره اقدامات كوي او سږ كال ئې د سیرت النبيۖ فروغ لپاره دوه نړيوال كنفرنسونه كړې دي او درېم كنفرنس به په 14م دسمبر كولې شي۔