اېبټ آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی)ائیر مارشل (ر) اصغر خان اېبټ آباد كښې جنازې لمونځ څخه وروستو سركاري درناوي سره د پلار نيكه سيمې نواں شهر په مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د پاك هوائي ځواك يوې چمتو ډلې او جنګي الوتكو ده ته سلامي وړاندې كړه۔ د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو د جنازې لمونځ كښ?? ګډون وكړو۔ ?? جنازې لمونځ څخه وروستو د ارواښاد مړې د نواں شهر مقبرې ته ورسولې شو چرته چې دې سركاري درناوي سره خاورو ته وسپارلې شو۔ ??ې څخه وړاندې په نور خان هوائي مېدان هم د ائیرمارشل (ر) اصغر خان د جنازې لمونځ وكړې شو كوم كښې چې وزيرا??ظم د وفاقي كابينې غړو ٬ د وسله والو ځواكونو مشرانو او چیئرمېن جائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ ګډون وكړو۔ ?? پاك فضائيه چمتو ډلې ارواښاد ته سلامي وړاندې كړه۔ بلخوا د پاك فضائيه اولني مشر په مړينه په سوګ كښې قامي بېرغ ټيټ پاتې كړې شو۔ ??صغرخان د جمعې په ورځ سي اېم اېچ پنډۍ كښې په حق رسېدلے ؤ۔