اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ ټول هېواد كښې د ټول ډسکوز لائن او ټیکنیکل نقصانات?? ټول تفصیلات غوښتلېو سره وئيلي راروانه غونډه كښې د دې معاملې تفصیلی جاج اخستلې شي۔ د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پی اے سی چیئرمېن سیّد خ??رش??د احمد شاہ په مشرۍ كښې وشوه په غونډه كښې د کمېټۍ غړو سناتور اعظم سواتی، مشاهد حسېن سیّد، ډاکټر عذرا فضل، چوهدری پرویز الٰهی، سیّد نوید قمر، شاهدہ اختر علی پشمولو نورو غړو او د اړوند سرکاری ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اوبو وسا??لو وزارت ، پاور ډویژن 17-2016 آډټ اعتراضات جاج واخستلې شو۔ د پی اے سی په غوښتنه د نيپرا چیئرمېن طارق سدوزئی د برېښنا د بيل تقسیم کار کمپنیو لائن لاسز په اړه تفصیلات وړاندې كړل۔ د پی اے سی چیئرمېن سیّد خ??رش??د احمد شاہ ووئيل د برېښنا د یونټو تناسب سره تر ټولو زيات لائن لاسز لیسکو كښې دې خو بلوچستان، سندھ او خېبر پښتونخوا كښې 12 ساعته اوسط لوډ شیډنګ كېږي۔ د نيپرا چیئرمېن ووئيل لوډ شیډنګ د نقصاناتو او ریکوری تناسب له مخې د فارمولې ترمخه كېږي، بلوچستان كښې 12 نه تر 16 ساعته لوډ شیډنګ كېږي۔ سیّد نوید قمر ووئيل په داسې صورتحال كښې دا وئيلي سم نه دي چې هېواد كښې لوډشيډنګ نه كېږي۔ سیّد خ??رش??د احمد شاہ ووئيل د پی اے سی يوه خاص غونډه كښې دې د ډسکوز یونټ وائز نقصانات وښودلې شي ، كه بلوچستان كښې ډسټری بیوشن نیټ ورك نشته نو د دې ذمه وار څوك دې۔ د پی اے سی غړو په دې خبره زور راوړو چې چې په كومو سيمو كښې څومره غلا كېږي هلته دې د هغې له مخې لوډشيډنګ وكړې شي۔ پی اے سی ټول هېواد كښې د ټول ډسکوز لائن او ټیکنیکل نقصانات?? ټول تفصیلات غوښتلو سره ووئيل راروانه اوونۍ كښې به په غونډه كښې د دې معاملې تفصیلی جاج اخستلې شي