اسل??م آباد۔ 25 جنوری (اے پی پی)د جمعیت علماء اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ غړې نعيمه كشور خان وئيلي چې تېره ورځ د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ يو غړي پارلېمنټ له مسجد ضرار سره تشبيه وركړې كوم چې د لعن طعن څخه هم لوئے تور دے۔ دوهم سپيكر مرتضیٰ جاوېد عباسی دده تقرير راغوښتلو سره ووئيل كه داسې ټكي كارولې شوي وي نو حذف به كړې شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته نعيمه كشور خان ووئيل تېره ورځ د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ يو غړي پارلېمنټ له مسجد ضرار سره تشبيه وركړې كوم چې د لعن طعن څخه هم لوئے تور دے۔ دا ټكي دې كاروائۍ څخه حذف كړې شي۔ دوهم سپيكر مرتضیٰ جاوېد عباسی د پي ټي آئي د قامي ا سمبلۍ غړي شهريار آفريدي څخه تقرير غوښتلو سره ووئيل كه داسې ټكي كارولې شوي وي نو حذف به كړې شي۔ دې ووئيل بني ګاله كښې د خېبر پختونخوا سب انجینئرز په احتجاج دي ددوئي مسئلې دې حل كړې شي۔ پنجاب پوهنتون كښې رامخې ته شوې پېښه كښې پوليس د پختون زده كوؤنكو په ضد يو اړخيزه كاروائي كوي ددې هم نوټس واخستلې شي۔ د افغان كوچنيانو تعلي??ي سلېبس په اړه د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي آر راپور كښې د قا??ي سلامتيا په ضد راپور وركړ?? ددې هم نوټس واخستلې شي