لاهور۔11 مارچ(اے پی پی) د پاكستان ??نډيا بزنس كونسل چيئرمېن نور محمد قصوري وئيلي دي د پاكستان ??و هند ترمينځه د تجارت دوه اړخيز?? حجم د چينائي ټرېډ ماډل ته كتلو سره يو په دوه كېدې شي۔ د نورو آسيائي هېوادونو په مقابله كښې د پاکستانی ګارمنټس مصنوعات ستائنه هند كښې زياته كېدې شي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ ټېکسټائل٬ آټو موبائل٬ سالټ ٬ ګارمنټس او د ډینم کلات په څانګو كښې د دوه اړخيزه تجارت پراخا موقعې موجود دي۔ فارمل سېکټر كښې د هند لخوا د افغانستان په شمول نورو آسيائي رياستونو سره د ټرانزټ ټرې?? اجازه وركولو سره نه يوازې دوه اړخيزه اړيكې ښه كېدې شي بلكې دې سره بج?? خساره كښې هم ښكاره كمې راتلې شي۔ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ده ??وئيل هند سره د كركيلې ٬ ټېکسټائل ٬ سیمنټ ٬ آټو موبائل‘ مواصلات ٬ ډینم کلاتھ ٬ سالټ رېنج ٬ هېلت او سوشل سېکټر كښې تجارتي حجم تر 15 بلين ډالر زياتېدې شي۔ د آزاد تجارتی لوظنامې ترمخه پاكستان هند سره په 850 آئټمز تجارت كوي كه د چینی ټرېډ ماډل په ډول تجارت وكړې شي نو دوه اړخيزه تجارت يو په دوه كېدې شي۔