اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت پنځو كلونو كښې د بنيادي اډهانې پرمختګ او د سترو لارو او موټروے جوړولو ته خاص پام لرنه كړی د كومو به چې ښه سماجي او اقتصادي اثرات مرتب شي٬څلورو واړو صوبو كښې په مجموعي توګه د 1750 ارب?? روپو لګښت پروژې ??شپړې شوي٬ځينې پروژې ??وانې دي او ځينې د منصوبه بندۍ او پروكيورمينټ پړاؤ كښې دي٬د سي پی?? په پروژو تندۍ سره كار روان دې٬مونږ چې كومې هم پروژې پېل كړي هغه مو په خپل دور كښې بشپړې كړي٬د تېر وخت پاتې زياتې پروژې هم بشپړې كړې شوي ٬په 60 ورځو كښې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده٬ټاكنې به د تاخير نه غېر په 25 جولائي كېږي۔ده د?? خبره د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د نېشنل هائي وے اتهارټي له مخې روانو بشپړو كړو پروژو تفصيلاتو په حقله خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د اېن اېچ اے چيئرمېن جواد رفيق ملك هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل سترې لارې او موټروېز د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي٬حكومت د دې اهميت ترمخه په ټول هېواد كښې د موټروېز او سړكونو جال غزولې۔ده ووئيل د 2013 نه پس تراوسه د سترو لارو٬موټروېز او پولو جوړولو په اړه 35 پروژې ??شپړې شوي په كومو چې 498 ارب?? روپۍ لګښت راغلې او د دې سترو لارو مجموعي اوږد والې 2813 كلوميټره دے۔وزیراعظم په دې اړه ووئيل په دې پروژو كښې هزاره موټروے، خوشحال ګړھ پل، اسلام آباد۔لاهور موټروے په جدید ډول سمول، شاهین چوك، سلطان باهو برج، فیصل آباد۔ګوجره موټروے (اېم 4)، ګوجره۔ټوبه ټیك سنګھ موټروے، شرقپور۔رجانه (اېم تھری)، شهید بينظیر بھټو پل، خانیوال۔ملتان موټروے (اېم فور)، ملتان۔شجاع آباد موټروے سیكشن، نصیر آباد۔سهیون رتو ډیرو سړك، شهداد كوټ قمبر، لاړكانه سړك، كراچۍ۔حیدرآباد اېم نائن، لی??ری ایكسپریس وے، لو??ری ټنل، عطاء آباد ټنل، پېښور ناردرن بائی پاس، رائے منصب علی كھرل پل ٬ ننكانه صاحب، جلالپور اوچ شریف سړك، قلات۔كوئټه۔چمن سړك، لاړكانه۔ موهنجوداړو، ګوادر۔تربت،هوشاب، سهراب۔هوشاب سړك پشمول نوې مهمې منصوبې شاملې دي۔ وزیراعظم ووئيل دې نه علاوه د تيرو حكومتونو د اړخه پرېښودلې شوې پخوانۍ پروژې هم وې كومې چې اوسني حكومت بشپړې كړې۔