اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ټول هېواد شين او ښېرازه كولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د راتلونكو 5 كلونو په ??هال به 10 اربه ونې كرلې شي٬ د ګرېن پاكستان كمپائن برخه جوړېدو سره راتلونكې نسل د ماحولياتي الودګۍ څخه بچ كېدے شي٬ِ زمونږ ګليشيئر وېلې كېږي٬ كه ونې ونه كرل شي نو په راتلونكو كلونو كښې به زمونږ هېواد په رېګستان بدل شي٬ د ونو كر او صفائي به د سكولونو په ??صاب كښې شاملولې شي٬ د ونو كرلو مقصد د ګلوبل وارمنګ مقابله كول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ??رځ په ??ري پور ضلع كښې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه د پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ??وئيل چې د ونو كرلو د كمپائن مقصد د ګلوبل وارمنګ مقابله كول دي۔ ده ووئيل چې په ??ول هېواد كښې د راتلونكو 5 كلونو په ??هال د لس اربه ونو كرلو هدف ټاكل شوے۔ زمونږ مقصد ټول پاكستان شين وا ښېرازه كول او په ??احولياتي الودګۍ قابو موندل دي۔ ونې د اكسيجن وركولو لويه ذريعه ده۔ ده ووئيل چې ماشومانو ته به د ونې كرلو او صفائې په اره تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل چې د ګلوبل وارمنګ او ماحولياتي الودګۍ په اړه زمونږ هېواد په اووم نمبر دے۔ ده ووئيل چې چرته هم خالي زمكه وي٬ هلته به ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې مونږ په ابتدائي توګه په ??ول هېواد كښې په دوه سوه سيمو كښې دا كمپائن پېل كړے دے۔ ده ووئيل چې مونږ د پاكستان شين كولو اراده كړې۔ دا د كوم يو تن مسئله نه ده بلكې د ټول قوم مقصد دے۔ ده ووئيل چې په ښارونو كښې به په ??ويه پېمانه ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې ځنګلات تباه شوي دي۔ د دې څخه وړاندې ده د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه پرانسته وكړه۔ د يادونې وړ ده چې د اتوار په ??رځ به د هېواد په ??ويو ښارونو كښې 15 لكه بوټي كرلې شي۔ سركاري محكمې٬ ملټري فورسز٬ اېن جي اوز ٬ زده كوونكي او وګړي په ??ويه شمېره د پلانټ فار پاكستان په ??مپائن كښې برخه اخلي۔