??سل??م آباد 27 ستمبر (اے پی پی) سياسي چارو لپاره ?? وزيراعظم خاص مرستيال نعليم ال??ق وئېلي دي حكومت به په پنځه كالو كښې غوره ??قتصادي اصلاحات وكړي كومو كسانو چې قامي خزانه لوټ كړې ده٬هغوي زمونږ بجټ ته ګوټې نيسي٬په ټول هېواد كښې د صحت كارډ وركولو عمل پېل كوو٬ روغتيا او د زده كړو ويړيا آسانۍ وركولو له به هڅې كوو۔د زيارت په ورځ د پارليمنټ هاؤس نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې ده وئيل په بجټ بحث روان دے٬د حكومت يوه مياشت شوې وه٬پخواني حكومت خزانه لوټ كړې مونږ په دې محدود اقتصادي وسائلو كښې كار مخ په وړاندې بوځو۔نعيم ال??ق ووئيل په ادارو كښې سياسي بهرتۍ شوي ٬نواز حكومت روزانه 7 اربه روپۍ مصرف كړي او قرضې يې اخستې ۔د بې روزګارۍ په سوب هره ورځ د 15 كروړه زيان كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم پريكړه كړې چې د هېواد ټول وسائل كارولو سره ??ه هېواد د ستونزو څخه وباسو۔نعيم ال??ق ووئيل د زده كړو ??و روغتيا ويړيا آسانيو وركولو له به هڅې كوو٬وزيراعظم د يو نوي هاؤسنګ پالېسۍ پېل كوې٬بې وزله خلكو ته به كورونه په آسانو قسطونووركولې شي٬ ده ووئېل بې روزګاره ??لمو ته به يو كروړ نوكرۍ هم وركولې شي٬پرمختيائي منصوبې هم پېل كوو٬د لاكهونو په شمېر وګړو ??ه به فني تربيه هم وركولې شي ۔خاص مرستيال ووئيل حكومت لپاره ??ولنې كال ګران دې٬ولې زمونږ ګامونو سره ??ه هېواد كښې ښه والې رامخې ته شي۔ده ووئيل د معيشت پياوړتيا له بېل آپشنز موجود دي٬ ده ووئېل د آئي اېم اېف پلاوې هم مونږ له راغلې دي٬آئي اېم اېف ټول عمر?? د ??اكستان مرسته كړی٬نعيم ال??ق ووئيل د ګلګت بلتستان پشمول د هېواد په نورو صوبو كښې به هم د روزګار او پرمختګ منصوبې جوړوو