اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د چين او سعودي دورو په مهال كومه داسې خبره نه ده شوې چې په نتيجه كښې ئې د پاكستان او د پاكستان ګټې ته د زيان رسېدو اندېښنه وي٬ سعودي د ري انګيج كړی پیكج په بدل كوم شرط نه دې اېښ??دې ٬د وزيراعظم د چين دوره ډېره كاميابه وه٬چين سره اقتصادي اړيكې پراخې شوي ٬چين د پاكستان تجارتي عدم توازن سمولو او ماركيټ ته رسائې وركولو لپاره چمتو دے٬د بې پرې رويې پ?? ځاې ساتلو له امله نن ايران او سعودي دواړه پاكستان ته اهميت وركوي٬وزيراعظم د ثالثۍ چې كومه خبره كړی وه هغه ويژنري وه٬د چېلنجونو حل لپاره به ټولو ته په ګډه نوې لاره لټول وي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په ګوادر ك??ې د آسيائي پارليماني اسمبلۍ غونډه خوشبينه ده٬د سېنېټ چيئرمېن ته په دې مباركي وركوم٬د بلوچستان او سندھ اعلٰی وزيرانو او نورو هم په دې كښې برخه اغستې٬ د دوي هم مننه كوم۔ده ??وئيل نن د ګوادر ذكر په ټوله نړۍ كښې كېږي٬دا پاكستان لپاره خوشبينه ده۔ ده ??وئېل سناتور رضا رباني چې كوم څيزونه په ګوته كړي ورسره په عمومي توګه هر يو وګړې اتفاق لري۔ده د ټروته اينډ ري كنسيلېشن كميسون خبره كړی٬كتل به وي چې د اوسني صورتحال څوك څوك ذمه وار دي٬ شاه محمود قرېشي ووئېل پي ټي آئي په حكومت كښې يوازې 74 ورځې تېرې كړې ۔ ده ??وئېل نن چې څه روان دي دا په يو ورځ كښې نه دي شوي۔ادارې نه ښكاري ٬ بايد كميسون جوړ كړی شي٬ چې په دې فكر وكړې شي چې دا اوسنې صورتحال څنګه پېدا شو او څوك يې ذمه وار دي٬ خاجه وزير ووئېل مونږ له به كتل وي چې پارلمان خپل كار څنګه كوي۔په سېنېټ كښې په پارليماني انداز كښې كار كېږي ارمان چې د قامي اسمبلۍ ماحول هم داسې وي چې څنګه د سېنېټ دے۔ده ??وئيل افسوس دا دے چې مونږ د پارلمان د غړو عزت نه زياتوو۔خارجه وزير ووئيل غړو د چين او سعودي دورو په اړه خبره كړې او د تجسس څرګندونه يې كړې۔وفاقې وزير ووئيل داسې كوم څيز نشته چې د پاكستان او پاكستان ګټې ته د زيان رسېدو اندېښنه وي۔سعودي سره مونږ پخوانې اړيكې لرو او وي به۔د څو كلونو نه پھ دې اړيكو كښې كمې تر نظره كېدلو٬د كومود سمولو هڅه شوې ٬ شاه محمود قرېشي ووئېل حكومت په 2015 كښې چې كوم لوظ كړی ؤ هغه نه ؤ پوره كړی شوې او د دې له امله مسئله پیدا شوې وه٬ مونږ په دوره كښې كاميابي ترلاسه كړی٬اوس سوال دا پیدا كېږي چې مونږ څه وركړې ٬ ده ??وئېل سعودي د پیكج په بدل كښې په مونږ هېڅ شرائط نه دي لګولې۔ده ??وئيل د چين په اړه هم خبرې شوي٬ هلته هم كومه داسې خبره نشته٬د چين دوره ډېره ګټوره وه٬په يوه دوره كښې كله هم داسې نه دي شوې چې د چين څلور اعلٰی مشرانو سره ملاقات شوي وي٬ ده ??وئېل مونږ څلور مقاصد وړي وو٬په څلورو واړو كښې پرمختګ شوې٬چين سره اړيكې ژورې شوي٬مونږ ستراتېژېكي اړيكو سره سره اقتصادي اړيكې پراخا كړی ٬ شاه محمود قرېشي ووئېل مونږ ختيز او لوېديز ته دا پیغام وركول غوښتل كوم چې مونږ وركړ??٬ مونږ د خارجه وزيرانو ترمينځه په ستراتېژېكي خبرو اترو اتفاق كړې٬وړاندې كله داسې نه دي شوې٬په دسمبر كښې به پھ كابل ك??ې د پاكستان٬افغانستان او چين ترمينځه درې اړخيزه خبرې كېږي چې پكښې به په افغانستان ك??ې د امن په عمل او امن او پرمختګ لپاره په كردار خبره كېږي٬ ده ??وئېل په سي پېك قامي اتفاق راپېدا شوې ٬تېر حكومت چې كوم درست اقدامات كړي هغه پروژې به روانې وي٬ ده ??وئېل اوس په دوهم پړاؤ كښې مونږ د انفراسټركچر پ?? ځاې انساني پرمختګ او د انساني وسيلو پرمختګ ته پام كوو٬تعليم٬ روغتيا٬هنرمند افرادي قوت٬د غربت خاتمه٬صنعتي پرمختګ٬كركيله او خاص صنعتي ځايونو ته پام لرنه كوو۔ ده ??وئېل د ګوادر په تندۍ سره پرمختګ ډېر ضرورې دے٬چين يو نړيوال نندارتون كړی چې پكښې 130 هېوادونو او نامتو نړيوالو ادارو برخه اخستې۔پھ دې ايكسپو كښې 7 كسانو ته د وېنا موقع وركړی شوې چې پكښې يو پاكستانې ؤ ۔ خارجه وزير ووئيل په سېنېټ ك??ې د يمن په اړه خبره شوې٬مونږ غواړو چې په يمن كښې صورتحال ښه شي۔د پاكستان پارلمان پريكړه كړې چې بې پرې پوزيشن دې پ?? ځاې وساتلې شي۔د دې له امله دواړه هېوادونه زمونږ خبرې ته اهميت وركوي۔ ده ??وئېل د ايران خارجه وزير وئېلي دي مونږ به د پاكستان د ثالثۍ په كردار مثبت غبرګون وركوو۔د نواز شريف پھ وخت كښې يوه ډاله راځي وه او بله نه٬د سعودي په سوچ كښې هم اوس بلېږي ۔ده ??وئيل عمران خان ويژنري خبره كړی وه٬د افغانستان په اړه هم عمران خان وئېلي وو چې سياسي خبرې د مسئلې حل دے نو هغه وخت ورته طالبان خان ووئيلې شو۔ شاه محمود قرېشي ووئېل نن ټول دا اعتراف كوي او وائي چې پاكستان دې خپل د روغې جوړی كردار ترسره كړي٬كله چې حكومت جوړ شو نو ډېرو ووئيل چې د 12 اربه ډالرو مسئله به څوك حل كوي چې كله نيت پاك وي نو د الله مرسته شاملېږي