اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كشمير زمونږ د خارجه پالېسې مهمه ستن ده٬ پھ لندن ك??ې به د كشمير يووالي ورځې پ?? موقع په بې ګناه كشميريانو د هندي ظلم ٬ جبر او استبداد په ضد په بشپړه توګه غږ پورته كوو۔ ده دا خبرې د اتوار پ?? ورځ لندن ته د روانېدو نه وړاندې د آل پارټيز حريت كنفرنس سنيئر مشرانو سره په ټيليفون په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د خبرو په مهال د كشمير يووالي ورځې پ?? اړه په لندن ك??ې پ?? كېدونكي پروګرام خبرې وشوې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د كشمير يووالي ورځې پ?? اړه په نړيوالو دستورو كښې ګډون كولو لپاره د اتوار پ?? ورځ لندن ته لاړو۔ هغه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د برتانيې پ?? پارلمان ك??ې نريوال كشمير كنفرنس ته وېنا كوي او د فرورې پ?? 5مه نېټه به په پارك لېن ك??ې د كشمير پ?? اړه په نندارتون ك??ې ګډون هم كوي۔ د آل پارټيز حريت كنفرنس سنيئر مشرانو سره په ټېليفوني خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان به د سلامي كونسل د قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكې حق لپاره سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔