اسلام آ??اد ۔ 3 مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د ګردې نړۍ 178 پارلېمانونو ته خط ليكلې په كوم كښې چې ده دغه پارلېمانونو ته د تېرې مياشتې فرورۍ په 26 مه او 27 مه نېټه د هند لخوا د كنټرول لائن او د نړيوالو پولو ??لاف ورزيو په اړه خبر كړي۔ د اتوار په ورځ ليكلي شوي دې خط كښې اسد قېصر د نړۍ د 178 پارلېمانونو مشران او سپيكران د تېرې مياشتې فرورۍ په 26 مه او 27 مه نېټه د هند لخوا د كنټرول لائن او د نړيوالو ??رحدي خلاف ورزيو په اړه خبرولو ??ره دوئي ته د اوسني هندي جارجيت په ضد د پاكستاني پارلمان د منظور كړي شريك قرارداد متتن هم واستولو۔ په خپل خط كښې ده ووئيل چې د نړيوال امن په خاطر پاكستان د زغم او صبر څرګندونه كوي ولې هند بايد په كومه غلط فهمۍ كښې پاتې نه شي۔ ده ووئيل هند د پاكستان د جغرافيائي پولو ??لاف ورزي كولو ??ره منطقه د جنګ خلې ته رارسولې ده۔ پاكستان به د خپل هېواد د انچ انچ حفاظت كوي۔ ده وويئل د پاكستان د پوهه او پېشه ورو پائيلوټانو دلاسه د هندي الوتكو تباهي نوې ډيلي لپاره ښكاره پېغام دې۔ د پارلمانونو سپيكران مخاطب كولو ??ره ده ووئيل د خپلو ووټرانو د نمائندګانو په حېث تاسو د خپل اولس د حقونو ٬ امن او سلامتيا ذمه وار يۍ۔ ده دوئي څخه د كشميري اولس په ضد د هندي تعصب او بربريت نوټس اخستلو ??و نړۍ د جنګ تباهۍ څخه بچ كولو له د خپل ??رد??ر ترسره كولو ??وښتنه كړې۔ اسد قېصر خط كښې دا هم وئيلي چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د كشمير د سباؤن پرېكړه ضروري ده او دې لپاره به نړيوالې ورورولۍ او د هېوادونو پارلمانونه له خپل ??رد??ر ترسره كول وي۔