بیجنګ 17 اپرېل (اے پی پی) چین د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو ډاډګېرنه كړې ده۔ د چين د خارجه وزارت وياند لوكانګ بيجنګ كښې د معمول پرېس بريفنګ په مهال په نړيواله ورورولۍ زور راو??ې چې د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د فعاله ګامونو په نړيواله كچه ستائنه وكړي۔ د چين خارجه وزارت وياند ووئيل د پاكستان لخوا د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي له په قامي اېكشن پلان په فعاله ډول ع??لد??آمد كولې شي۔ چينائي وياند ووئيل دا ګام د ترهګرۍ مخنيوي له د پاكستان د كوټلي عزم څرګندونه كوي او چين د پاكستان د هڅ?? ستائنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې مهم شراكتدار دے او پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې په نړيواله كچه روانو هڅو كښې س??رې قربانۍ وركړې ۔ وياند هيله ولرله چې نړيواله ورورولي به په ګډه نړيوال او سيمه ايز امن په ځائې س??تلو له د ترهګرۍ په ضد مرسته مستحكمه كړي۔