اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د منصوب?? بندۍ او پرِمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دې موجوده حكومت د معيشت استحكام لپاره اقدامات كوي٬ دا د موجوده حكوم?? وړومبنۍ پي اېس ډي پي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كلنې منصوب?? بندۍ رابطه كمېټۍ (اے پي سي سي) غونډې مش??ۍ كولو په مهال كړې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ د صوبو نمائندګانو٬ وفاقي سېكترانو او د ټولو ډويژنونو لوړو پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د منصوب?? بندۍ وزارت لخوا ظفر الحسن د اوسني مالي كال په معاشي كاركردګۍ ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړٶ او د راتلونكي مالي كال معاشي هدفونه ئې وړاندې كړل۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې خسرو بختیار ووئيل د سختو مالي ستونزو باوجود د راتلونكي مالي كال په پي اېس ډي پي كښې ځينې نوو او مهمو سېكټرو لپاره روپۍ بېلې كړې شوې چې پكښې كلين ګرين پاكستان ٬ موسمياتي بدلون٬ نالج اكانومي ٬ د بشري وسائلو پرمختګ٬ زرعي پرمختګ او سيمه ايز مساوي پرمختيائي پروګرامونه شامل دي۔ په دې موقع د پلاننګ سېكتر ووئيل د راتلونكي مالي كال د پي اېس ډي پي په جوړولو كښې د ټولو شراكت دارو سره مش??ورت كړې دې