اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطل??عا??و او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان په نړۍ كښې د پاكستان پېژندګلي ده٬ ده ??ه خپلو هڅو او مضبوط عزم تل خپل مخالفين او ناقدين غلط ثابت كړي٬ د امريكې په تاريخ كښې د سمندري پورې تر ټولو لوئې اجتماع ته وېنا د ده د مقبوليت څرګند ثبوت دے۔ د ګل په ورځ ??ه خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې اولسي وزيراعظم په اولسي انداز كښې په امريكا كښې مېشته پاكستانيانو ته د پاكستان وژن وړا??دې كړې۔ د رياست مدينه په طرز د رياست د قيام تصور ئې وړا??دې كړې چرته چې واكمن اولس ته ځواب ويونكي وي٬ كرپشن ن?? وي او رياست ئې د مالدارو نه واخلي او په غريبانو او محروم خلقو ئې خرڅ كړې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په امريكا كښې مېشته د فخر وړ پاكستانيانو د كپتان پياوړې هركلې كولو سره تاريخ رقم كړے٬ مونږ د دوي مننه كوو۔