اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاکستان د افریقائي هېوادونو سره ا??يكو ښه كولو له عزم لري ، پاکستان د افریقائي هېوادونو سره ټیکسټائل، انفارمېشن ټیکنالوجی او د كر كېلې څانګو كښې دوه ا??خيزه تجارت ته وده وركول غواړي، پاکستان او د افریقې هېوادونه يو ډول ستونزو او چیلنجونو سره مخې دې او ښه سباؤن لپاره يو ډول خوښي لرو۔ د نهې په ورځ انسټی ټیوټ آف سټرټیجك سټډیز د افریقې ورځې په ا??ه دستورې ته خارجه وزير ووئيل پاکستان د افریقې سره دوه ا??خيزه ا??يكې مهمې ګڼي او د افریقې هېوادونو د خپلواكۍ احترام کوي۔خارجه وزیر ووئيل افریقه د انسانیت لپاره د خوشحالو او هيلو سباؤن دے، 2016-17ء په مهال د ایتھوپیا، ګھانا او کانګو پرمختګ شرح د ځينې پرمختلليو هېوادونو څخه زياته وه دغسې افریقه كښې نيغ په نيغه سرمایه کاری 11 فیصد نه 46 ټریلین ډالره ته رسيدلې۔ ده ووئيل د افریقې هېوادونو سره تجارت كښې د تير كال څخه 11 چنده زياتوالې شوي دغسې 52 ریاستونو زياتره افریقائي هېوادونو سفارت کارو زمونږ د فارن سروس اکیډېمی څخه تربیه ترلاسه كړې۔ دې نه ځانله كله چې هم صومالیه لائبیریا، کانګو پشمول كوم هم افریقې هېواد ته ?? امن مشن لپاره زمونږ حاجت پېښ شوې، مونږ د هغوي مرسته كړې۔ده ووئېل پاکستان د افریقې هېوادونو عسکری استعداد زياتولو له مرسته كړې۔ دوه ا??خيزه تجارت په ا??ه خارجه وزير ووئيل د پاکستان د افریقې هېوادونو سره تجارتی حجم کم دے۔ پاکستان د ټیکسټائل، انفارمېشن ټیکنالوجی او زراعت په څانګو كښې دوه ا??خيزه تجارت ته وده وركول غواړي۔ پاکستان د افریقې سره ”انګیج افریقې پالیسی” کاروي۔ خارجه وزير ووئيل ډير زر به د افریقې سفيرانو کنفرنس وكړې شي دغسې چې مونږ خپل شريك مقاصد په ګوته كړې شو