نیویارک ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بحرېن خارجه وزير خالد بن احمد بن محمد خليفه سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې دواړه خارجه وزيران د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت په شمول دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته صلا شول۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځھ دا ملاقات د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په موقع وشو۔ خارجه وزير خپل بحرېني همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ناوړه وضعې په اړه خب?? كړو او په مقبوضه سيمه كښې د ل??ول?? شوې كرفيو په سمدستي توګه د پورته كولو په حاجت ئې زور راوړو۔ ده ووئيل كه د صورتحال نوټس نه ??اخستلې شو نو دا به نړيوال امن او سلامتيا له خطر وي۔ د بحرېن خارجه وزير ووئيل د بحر??ن مشرتابه د وزيراعظم عمران بحرېن دورې ته سترګې په لار ده