اسل??م آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ ك ښې د پ??كس??ان او كشميريانو په ريښتينې معنٰي نمائندګي كړې٬ كه هند په پ??كس??ان بريد وكړو نو پوخ ځواب به وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د امريكې دورې نه د راستنېدو په مهال د اسل??م آباد په هوائي اډه خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې عمومي اسمبلۍ ته وزيراعظم عمران خان زبردست او تاريخي خطاب كړے٬ دا د هغه د ژوند يادګار تقرير و كوم چې اسلامي نړۍ هم ستائيلې۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د امريكې دورې په مهال د 100 نه زياتو نړيوالو شخصياتو سره ملاقاتونه كړي دي كوم چې يو ريكارډ دے۔ ده د پ??كس??ان دريځ په ښه ډول وړاندے كړے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم دوره ډېره كاميابه وه۔ ده ووئيل چې پ??كس??ان د خپلې دفاع حق لري٬ كه هند په پ??كس??ان بريد وكړو نو روايتي جنګ به نه وي او هند ته به نتيجه زغمل وي۔