اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمٰن وئيلي دي چې د وزیراعظم د یوتھ پروګرام له مخې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان م??يشت د ستونزو نه و??ې دے٬ د بهرنو سرمايه كارو په پاكستان باور بحال شوے۔ د ګل په و??ځ په ځائي هوټل كښې د څلور ورځني نړيوال كنفرنس د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل چې سږ كال 50 زره نورو ځوانانو ته انټرن شپ وركولې شي٬ د پاكستان م??يشت د ستونزو نه و??ې دے۔ ده ووئيل سكل ډوېلپمنټ او تكنيكي تربيه په كوم هم هېواد كښې معاشي او معاشرتي پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري٬ دا ھغه لاره ده چې په دې تګ سره مونږ اوسنۍ وضعه بدلولې شو او د قامي پرمختګ په لاره كښې په رامخې ته شوې خڼډانو قابو موندلې شو۔۔ كنفرنس ته نورو هم وېنا وكړه۔ د کنفرنس د پرانستې په دستوره كښې د سري لنكا او نيپال سفيرانو پشمول په لويه شمېره سفارتكارو٬ ص??عتكارو او د تربيې ادارو مشرانو ګډون وكړو۔ کنفرنس د نيو ټېك د كولمبو پلان سټاف كالج په شراكت سره شوې چې پكښې د لسو نه زيات هېوادونه ګډون كوي چې پكښې سري لنکا، ملائیشیا، تھائی لېنډ، فلپائن ،میانمار، بنګله دېش، نیپال، مالدیپ او افغانستان هم ش??مل دي۔