اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پ?? پی) د پاكستاني هائي كمېشن اوټاوه تر سېور?? لاندې د مقبوضه كشمير په اړه راجوړې كړې شوې د تورې ورځې دستوره كښې د پاكستانيانو او كشميري وګړو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔ كېنېډا څخه د ترلاسه شوي پېغام ترمخه په دې مهال د تورې ورځې په اړه د اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي خصوصي پېغامونه واورولې شول۔ په دستوره كښې په مظلوم او تش لاسې كشميري اولس د روان زور ظلم او زياتي ډاكيومنټري هم وښودلې شوه۔ دستور?? ته كميونټ?? لارښودو خپل خطاب كښې د هندي ظلمونو غندنه كولو سره ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي كوي۔ دستور?? ته دوهم هائي كمشنر محمد سليم هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې ده آ??اد?? لپاره د كشميري اولس په هڅو رڼا واچوله۔