ګوجرانواله 10 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان د ترهګرو په بريد ك??ې د شهيد شوي مېجر اسحاق شهيد مور او د هغه ورور سره د هغوي په استوګنه مل??قات وكړو او د شهيد لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ په دې م??قع د شهيد كورنې سره په خبرو كښې خرم دستګير خان ووئيل چې د پاكستان پوځ په هېواد ك??ې امن راوستلو لپاره د جرات بهادرې او قربانيو يو بې مثاله تاريخ جوړوي٬ خپل خواږه بچي په خوږ وطن قربانوونكو لويو مئېندو ته ټول قوم سلام كوي۔ ده ووئيل چې د شهيدانو قربانې به بې ځايه نه ځي او ان ??االله زمونږ راتلونكي نسلونه به په يو زيات سوله ايز پاكستان كښې ساه واخلي۔