مانسهره 11 ??رو??ی (اے پي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخواني وزيراعظم د موټروے د لارې په هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړے او دې سره د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره كښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په ??ازي كوټ كښې د سوئي ګاز د اضافي پائپ لائن د پرانستې نه پس اولسي غونډې ته ??ه خپله وېنا كښې وكړې۔ په ??ې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظهور٬ ميا ضياالرحمان او ضلع ناظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے۔ په ټول هېواد كښې د نواز شريف په ??ونډو د اولس ګډون عدالتي پرېكړه رد كړے۔ اولس به د كاركردګې په ??نياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په ??اتلونكو ټولټاكنو كښې به نه يوازې په وفاق بلكې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔