اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه م??مد آصف عاصمه جهانګير ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغې مرګ د هېواد لپاره يو لوئے زيان ګرځولې دے ۔ ده ووئيل عاصمه جهانګ??ر په هر پړاؤ د آئين او پارلمان دفاع كړې۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سید نوید قمر ووئيل عاصمه جهانګير يو داسې شخصيت ؤ د كومې لپاره چې بايد د غمرازۍ قر??رد??د منظور كړې شي۔ په دې د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه م??مد آصف ووئيل د 1960ء په لسيزه كښې د هغې پلار د قامي اسمبلۍ غړې ؤ چا چې جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ۔ ده ووئېل عاصمھ جھانګیر هم د خپل پلار هڅې جاري سا??لې وې۔ ده ووئيل جنرال پروېز مشرف چې كله په نومبر 1999ء كښې مونږ زندان ته واچولو نو تر ټولو اول غږ عاصمه جهانګ??ر پورته كړے ؤ ۔ ده ووئېل هغې ټول عمري د مظلومو طبقو لپاره غږ پورته كړې ؤ ۔ هغه يوه عظيمه مېرمن وه۔ د پی ټی آئی غړي ډاکټر عارف علوی، شېخ صلاح ا??دی?? او نورو غړو هم عاصمھ جھانګیر، قاضی واجد او نورو ارواښادو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې