اسلام آباد21 مئی (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي عمران خان بايد د 100 ورځو نه د 1825 ورځو حساب وركړي هغه چې په 2013 كښې كوم منشو?? وړاندې كړے ؤ په هغې عمل نه دې شوی٬د پر??ختګ مزل ټي 20 نه ټېسټ مېچ دے٬د ترهه ګرۍ ختمول د پر??ختګ لپاره ضروري دي٬ترهه ګر او د ترهه ګرو رويې به ختمول وي٬ سي پیك سره به څوكالي راشي٬د سي پیك په خاص اقتصادي زون د صوبو سره بشپړه مشاورت شوې٬د تراوسه د 30 اربه ډالرو د سي پیك په پر??ژو كار روان دے٬د ګوادر ماسټر پلان به په راروانو څلورو مياشتو كښې بشپړ شي٬د كركې رويې به ختمول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سي پیك كوآپرېشن كمېټۍ غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير وو??يل د كراچۍ نه تر پېښور رېلوے منصوبې لپاره به په اسانو شرطونو قرض واخستل?? شي۔ده وو??يل يو كس زما د قتل هڅه كړې وه٬كه لوے څښتن وغوښتله نو احسن اقبال به د سي پېك پر??ژه بشپړوي۔ده وو??يل د چائنا ايډ نوې اداره جوړه شوې كومه به چې رعايتي قرض او ګرانټ څارنه كوي٬مونږ د سي پېك پر??ژو د پېشرفت جاج اخستې٬صوبو ته مو د سي پېك پر??ژو د هائي ويز منصوبو فيزبلټي تر دسمبر بشپړولو وئېلي دي ۔وفاقي وزير وو??يل د سندھ حكومت او رېلوے وزارت ته وئېلي شوي د كراچۍ سركلر رېلوے او اېم اېل ون منصوبو لپاره شخړې ??لورو اونيو كښې ختمې كړي۔ده وو??يل د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كوم چا چې ما ته د سي پیك ذمه واري سپارلې۔د سي پیك مزل زمونږ حكومت او زما لپاره يادګار د ۖ ے۔ده وو??يل اېم اېل ون د كراچۍ نه تر پیښور د رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبه ده٬د سي پېك په ضد زيات سازشونه شوي او اوس هم روان دي۔وفاقي وزير وو??يل ټولو اعلٰی وزيرانو د سي پیك بشپړه مرسته كړې٬مونږ له به د سي پیك مزل روان ساتل وي او مونږ به د ايېشيا ټائيګر جوړېږو۔وفاقې وزير وو??يل د اقتصادي پر??ختګ مزل له د ترهه ګرۍ ختمولو ته اړتيا ده٬هيله لرم چې د اولس ووټ به د اقتصادي پر??ختګ لپاره وي۔ده وو??يل د پر??ختګ مزل ټي 20 نه ټېسټ مېچ دے٬د ترهه ګرۍ ختمولو ته اړتيا ده۔د كركې بيانيا به ختمول وي دغسې چې ترهه ګري ختمه شي۔ده وو??يل عمران خان بايد د 100 ورځو نه د 1825 ورځو حساب وركړي هغه چې په 2013 كښې كوم منشو?? وړاندې كړے ؤ په هغې عمل نه دې شوی