اسلام آباد ۔ 4 جولائی (اے پی پی) د اكادمي ادبيات پاكستان تر سېوري لاندې د ”پاکستانی ادب 70 كلونو” په سرخط ق??مي ادبي سيمينار نن د زيارت په ورځ د جولائي په 5 مه نېټه ماسپخين د اكادمۍ په كنفرنس هال كښې كېږي۔ د سيمينار مشري به د اطلاعات او خپرونو او قامي ورثې وفاقي وزير علي ظفر كوي۔ انجنیئر عامر حسن د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقی سېكتر او د قامي ژبې ودې ادارې مشر افتخار عارف به اعزازي مېلمانه وي۔ په سیمینار كښې به د اكادمي ادبيات پاكستان چيئرمېن جنېد اخلاق د استقباليې خطبه وړان??ې كوي۔ د پاكستان نوموړي ليكوال پروفېسر جلیل عالی(اردو شاعری)، محمد حمید شاهد(اردو نثر)، حکیم صفدر ??سېن وامق(پنجابی)، ډاکټر منظور علی ویسریو(سندھی)، ډاکټر اسماعیل ګوهر(پشتو)، ډاکټر واحد بخش بزدار(بلوچی او براہوی)، حفیظ خان(سرائیکی)، سید ماجد شاہ(هندکو)، اعجاز ??عمانی(کشمیرۍ و ګوجری)، اخلاق حسین(شمالی علاقه جات)او یاسمین حمید به (انګریزی) كښې د سرخط په مناسبت سره د خيالاتو څر??ندونه كوي۔ دستوره كښې به د مهمو پاكستاني ژبو د 70 كلن ادب تعارف او تجزيه وړان??ې كولې شي۔