اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك ګرد هېواد كښې امنيتي انتظامات زياتولو له صوبائي حكومتونو ته سپارښتنې جاري كولو لپاره داخله وزارت ته امر كړې۔ دا ا??ر ده د شورو په ورځ وزيراعظم افس كښې د امن او امان پحقله د غونډې م??رۍ په مهال كړې۔ په دې موقع لنډ مهاله داخله وزير محمد اعظم خان٬ د قانون لنډ مهاله وزير سيد علي ظفر٬ د وزيراعظم س??كت?? سهېل عامر ٬ داخله س??كت?? يوسف نسيم كهوكهر٬ د نېكټا ډائرېكټر احسان غني، کوآرډینیټر محمد سلمان، د وزیراعظم دوهم س??كت?? کاظم نیاز او نور لوړ پورې چارواكې هم موجود وو۔ په غونډه كښ د راتلونكو ټولټاكنو په نتاظر كښې ګرد هېواد كښې د امن او امان د مجموعي وضعې جاج واخستلې شو۔ وزيراعظم ځائي انتظاميې او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته لا هدايات جاري كولو سره ووئي?? سياسي قيادت سره رابطه وكړئ او ھغوي د حكومت لخوا ?? امنيت پحقله د پورته كړو ګامونو نه خبرې كړئ او په دې م??امله كښې د ھغوي څخه مرسته وغواړې دغسې چې د كومې هم ناوړه پېښې م??نيوي وكړئ شي۔ په دې موقع لنډمهاله وزيراعظم د راتلونكو ټولټاكنو په سوله ايز او ښه ډول كول باوري كولو لپاره د ټولو صوبو د دورې كولو او د امنيتي انتظامانو جاج اخستلو پرېكړه هم وكړه۔