اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي د?? د سپكاوي خاكو د مقابلې منسوخ كولو اعلان د پاكستان لويه سفارتي كاميابي د??٬اسلامي نړۍ ته د سپكاوي د خاكو پشان په حساسه معامله د يو ډول دريځ خپلولو سره په نړيواله كچه د م??ثر غږ پورته كولو ضرورت دے٬رياستي پالېسۍ لپاره د پارلمان پشمول د ټولو ادارو اعتماد ضروري دې٬د ټولو ادارو په شريكه حكمت عملۍ سره مخ په وړاندې تګ كېدې شي٬چين د پاكستان مهم اقتصادي شراكتدار دے٬سي پېك نه يوازې ترسره كول بلك?? مخ په وړاندې بوتلل غواړو٬پاكستان هند سره سوله غواړي٬بايد دواړه هېوادونه د غربت او جهالت په ضد مبارزه وكړي٬نورو هېوادونو سره اړيكې معمول ته راوستلو سره د وزيراعظم د خوب تعبير ترلاسه كېدې شي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې وكړی