اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان پرتګال او آئرلېنډ د اروپا مهم هېوادونه دي او پاكستان دواړو ??ېوادونو سره مرسته زياتولو كښې خوښي لري ٬ سفيران دې په دې لړ كښې په تندۍ سره كار وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې دواړو ??ېوادونو لپاره نومولې شوو سفيرانو شاه محمد جمال او شجاح عالم سره وكړې چا چې اولس مشر سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان دواړو ??ېوادونو سره تجارت د صلاحيت او ګنجائش برابر نه دې او د كوم زياتولو لپاره پرله پسې كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل دواړو ??ېوادونو سره سياسي او د تجارتي اړيكو نه علاوه كلتوري او په تعليمي څانګو كښې هم اضافې ته اړتيا ده ۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي دغه هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو سره نزدې رابطه وساتي او د ھغوي مسئلو په هواري بې غوري ونه كړي۔ اولس مشر نومولې شوو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د دواو هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ ??پاره راغب كړي۔