اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ په كنټرول لائن د هندي پوځ لخوا د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان په چورلكه د ډزو په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې دې۔ د ګل په ورځ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو په كومو كښې چې ووئيلې شو چې د هندي ځواك لخوا د آزاد كشمير وزيراعظم چورلكه كومې چې د خپل حد دننه پرواز كولو په نښه كړې شو۔ هند پرله پسې په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ خلاف ورزي كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كوؤنكي زور ظلم او زياتي سره مخ كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شو چې دا پېښه نه يوازې د غندنې وړ بلكې د نړ??وال قانون خلاف ورزي هم ??ه۔ سپیکر قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې د رايو كثرت سره منظور كړې شو۔ د پارلماني چا??و دوهم وزير علي محمد خان ووئيل په دې خوشحالي شوې ده چې نن نه اپوزيشن شته او نه ??كو??ت بلكې ټول په دې پېښه يو موټي دي۔ ده ووئيل په د آزاد كشمير په وزيراعظم بريد په ټول پاكستان بريد دے۔ مونږ ددې د ځواب وركولو بشپړ صلاحيت لرو ولې مونږ امن ??وښې هېواد يو او د منطقې امن ??رابول نه غواړو۔ ده ووئيل دښمن په كال 1965ء كښې زمونږ ځواب ليدلې دې۔ ده ووئيل زمونږ ځواب اللہ اکبر دې