لاهور 03 نومبر (اے پي پي﴾سيكورټي اينډ ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان د سېنېت د منظورۍ نه پس نافذ شوې د شريعه ګورننس ريګولېششنز 2018 په نفاذ كښې حكومت ته وړاندېز كړې چې هغه دې زر تر زره په هېواد كښې ?? سود خ??تم?? لپاره اقدامات وكړي۔د ايس اي سي پي وياند شكيل چوهدري له مخې اېس اي سي پي د پاكستان د آئين آرټيكل 38(اېف)په رڼا كښې په هېواد كښې د اسلامي شريعت د اصولو له مخې د اسلامي مالياتي او معاشي نظام لپاره شريعه ګورننس ريګولېشنز 2018 نافذ كړې دي۔ده ووئيل چې په شريعه ګورننس ريګولېشنز 2018 كښې حكومت ته زر تر زره ?? سود ختمولو وړاندېز شوې٬دا ريګولېشنز به شريعت سره د مطابقت لرونكو كاروباري او مالياتي ادارو ودې او پرمختګ سره د اسلام او شرعي كاروبار په نوم ساده خلكو ته د دوكې وركولو په مخ نيوي كښې مرسته كونكې ثابت شي٬ياد شوي ريګولېشنز د تجارانو پشمول ټولو ډلو س??ه د پراخا مشورې نه پس نافذ كړې شوي۔ده ووئيل چې اېس اي سي پي شريعه ګورننس ريګولېشنز په سېنېټ كښې د جولائي په 9مه نېټھ كال 2018م په اتفاق سره د منظور شوي قرارداد په رڼا كښې تشكيل او نافذ كړي دي