اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ س??يك?? اسد قېصر وئيلي دي چې زمونږ وسله وال ځواكونو د وظيفه اي صلاحيتونو په سبب په ټ??له نړۍ كښې ځانګړې مقام لري٬ د ترهګرې په ضد جنګ پشمول د قدرتي آفتونو په مهال د پاكستاني ځواكونو كردار د ستائنې وړ دے۔ ده دا خبرې د پاكستان نېول وار كالج كمانډنټ اېډمرل نويد احمد رضوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د ملاقات په مهال د پاك بحريه پشمول د هېواد د سلامتيا په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ س??يك?? ووئيل چې پاكستان په خپلو وسله والو ځواكونو فخر كوي۔ زمونږ بحري پوځ د دښمن د هر ډول حربې د خلې ماتې ځواب وركولو پوره صلاحيت لري۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې زمونږ د وسله والو ځواكونو او اولس قربانې نه شي هېرول كېدے۔ مونږ په دې خبره فخر كوو چې زمونږ د هېواد دفاع په مضبوطو لاسونو كښې ده او په سبب ئې زمونږ پولې محفوظې دي۔ ده ووئيل چې نړۍ زمونږ د وسله والو ځواكونو د صلاحيتونو ستائنه كوي۔ زمونږ ځواكونو د سختو حالاتو مقابلې لپاره تل تيار وي۔ ده ووئيل چې د پاكستان رغونې او پرمختګ لپاره به ټ??لو رياستي او قومي ادارو ته په ګډه كار كول وي۔