اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل غونډه وشوه۔ په غونډه كې د وزيراعظم د تجارت ??و سرمايه ??ار?? سلاحكار عبدالرزاق داؤد، خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه، پخوانو سفيرانو ٬ خارجه سېكترانو نړيوالو پوهانو او نورو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې په پېل كښې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پخواني خارجه سېكتر سلمان بشیر د مور بخښ??ې لپاره دعا وكړه۔ په مشاورتي کونسل غونډه كښې د ??من روغې جوړې عمل په اړه د شوو هلو ځلو ٬بهر هېوادونو كښې مشته پاكستانيانو سره د روابطو ودې پشمول د خارجه پاليسۍ په ګڼو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ خارجه وزير غړي په دې وروستيو كښې د برتانيې خپلې دورې تفصيلات نه خبرولو سره ووئيل پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د مظلوم اولس سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان تل په افغانستان كښې ??من لپاره د طاقت كارولو په ځاې د سياسي مذاكراتو ملاتړ كړې٬ اوس ګرده نړۍ زمونږ د نكته نظر په تائيد كولو نه مړېږي٬ده ووئېل پاکستان افغانستان كښې د ام?? شريكې ذمه وارۍ نورو سيمه ايزو او نړيوالو شراكت دارو سره په ګډه په ښه ډول ترسره كوي۔ په مشاورتي غونډه كښې د سمندر پورې وګړو روابط زياتولو لپاره د سېلګرۍ ٬ تجارت ٬سرمايه ??ار?? ٬ قانوني مرستې او د تعليم غوندې څانګې پكار راوستلو هم زور رواړلې شو