اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فو??د حسېن وئيلي دي د پاكستان او هند په شخړه كښې د ټولو نه زيات زيان پنجابيانو او كشميريانو ته رسيږي ٬ مونږ درې جنګونه د دې نه وراندې هم كړي٬ جنګ د چا په ګټه نه دے٬ جنګ كښې ګټه نه وي ټول زيان وي٬ خ??رې اترې د شخړو د هواري لار ده٬ خو نرېندر مودي يوازې د سياست او ټول ټاكنو پروا لري٬ دا مهال نړيوال فشار په پاكستان نه په هند دے ٬ نړۍ هند ته د تاو تريخوالي ختمولو لپاره وائي٬ د امنيت ا?? د ??لق?? د ??فاظت له مخې سمجهوته اېكسپرېس بند كړې شوې خو زر به بحال كړې شي۔ وفاقي وزير دا خ??رې راډيو بي اېس اېس پنجابي (اسټراليا) سره كړې۔ ده ووئيل مونږ وئيلي وٶ چې په ترهګرۍ به هم خبره كوٶ٬ زمونږ هېواد كښې د جنګ ماحول نشته ٬ زمونږ پام د هېواد معيشت قوي كولو ٬ د سرمايه كارۍ ودې ا?? د ??ربت خاتمې پلو ګرځولې شوې۔ ده ووئيل په هندۍ ميډيا د پاكستان په ضد كمپائن چلېږي او زمونږ ميډيا د امن پېغام وركوي۔ چوهدري فواد ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوٶ ا?? د ??رهګرۍ په ضد مونږ ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره سيمه ايزه مرسته ضروري ده٬ شخړې زيانمندې وي ځكه چې انتها خوښي ورسره زياتېږي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خاتمې له به شريكې هلې ځلې پكار راوستل وي۔ چوهدري فو??د حسېن ووئيل هندي ميډيا د جنون لاره خپله كړې ،(هېش ټېګ # say no to war پاکستان څخه پېل شوې او ګرده نړۍ كښې ټاپ ټرېنډ جوړ شوې۔ د هندي ټي وي چېلنز بندولو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل هندي چېلنز پاكستان كښې لېنډنګ رائټس نه لري ځكه بند كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خبريالانو ??ګ راتګ غوښتل او په ويزه پاليسو كښې مونږ آسانۍ پېدا كول غوښتلې۔ چوهدري فو??د حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې پكار دي ځكه چې اوس يوازې هېواد نه منطقې پرمختګ كوي