لاهور 01ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د بابا ګرونانك د زېږون په 550مه ورځ به د ننكانه رېلوے سټېشن د هغه په نوم منسوب كولې شي٬ ټول قوم كشمير كاز لپاره د پاكستان وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ د ك??مير په معامله حكومت او اپوزيشن يو دے٬ مودي ډونلډ ټرمپ سره په ملاقات كښې هم د پاكستان وجود نه دې منلې٬ معلومېږي چې د ك??ل 1947م دور بيا پېل كېږي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په ننكانه صاحب كښې د رېلوے سټېشن د جوړېدونكې ودانې د جاج اخستلو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند د خپلې رويې په نتيجه كښې د مذاكراتو كوم ځائ نه دې پريښې۔ اټومي چاودنې كولو سره ه??د ډېر غلط كار كړے٬ په ځواب كښې مونږ هم چاودنې وكړې او په دې وخت كښې په داسې پوزيشن كښې يو چې د هند په سترګو كښې سترګې اچولو سره خبره وكړې شو۔ ده ووئيل چې مونږ وړوكې وړوكې اټومي وسلې هم لرو كومې چې د ضرورت په وخت كارولې شو۔ كه ه??د د جنګ هڅه وكړه نو دا به وروستې جنګ وي٬ كه ه??د د ملګرو ملتونو د ??را??ادونو له مخې د ك??مير مسئلې د حل په پلو ځي نو بيا په مذاكراتو خبره كېدے شي۔