اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل وئېلي دي وزيراعظم عمران خان به(نن)د جمعې په ورځ مقبوضه كشمير كښ?? د صورتحال په اړه پالېسي بيان وركوي٬پالېسي بيان د كشمير مس??لې لپاره د پاكستان پرله پسې هڅو برخه ده٬د پاكستان او هند ترمينځه كومې پټې خبرې نه دي شوي٬هند د خبرو اترو كولو څخه ډډه كوي۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل د دې نه علاوه د مقبوضه جمو او كشمير په اړه په نورو ګڼ شمېر اقداماتو هم غور شوې۔ده ووئيل دا يوه پېښه نه ??ه بلكې د كشمير لپاره د هلو ځلو پرله پسې عمل دے٬د كشمير په اړه زمونږ دريځ ښكاره دے٬پاكستان پھ دې خ??ره باور لري چې د كشمير پشمول هند سره ټولې شخړی د خبرو د لارې هوارېدې شي٬هيومن رائټس كونسل كښ?? 58 هېوادونو د پاكستان ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل پھ دې هېوادونو كښ?? زياتره د او آئي سي غړي او نور هېوادونه هم شامل دي چا چې د هند غېر قانوني قبضې او په وادي كښ?? د مواصلات مكمل لاك ډاؤن غندنه كړی۔وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ووئيل د سعودي او يو اے اي خارجه وزيرانو په اړه د كشمير مسئله اسلامي هېوادونو سره د نه تړلو په اړه د مېډيا راپور ده “قياس “ګرځولې او وئېلې يې دي د دې برعكس د دواړو خارجه وزيرانو دورې د سعودي عرب او يو اے اي لخوا د پاكستان سره د يو والي څرګندونې او د كشمير مس??لې د ملاتړ توثيق دے۔ د كشمير شخړې په اړه د پاكستان او هند ترمينځه د امريكې اولس مشر د ثالثۍ وړاندېز په اړه وياند ووئيل د امريكې نه علاوه نورو هېوادونو هم د ثالثۍ وړاندې كړی خو هند د خبرو اترو څخه ډډه كوي۔ده ووئيل د هند منفي ردعمل د كشمير شخړې هواري له د ځنډ سوب دے٬چا چې په مقبوضه كشمير كښ?? د بشري بحران صورتحال پېدا كړی۔وياند په هند زور راوړې چې نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د امريكې او طالبانو ترمينځه د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل پاكستان اوس هم پھ دې خ??ره باور لري چې د افغان شخړې پوځې هوارې ممكن نه دے۔پاكستان به د افغان امن عمل ډاډګيرنه او ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل د افغانستان شخړه د افغان حكومت او د اولس په قيادت كښ?? امن خبرو د لارې هوارېدې شي۔وياند هيله څرګنده كړه چې د امريكې او طالبانو ترمينځه امن خبرې ډېر زر بحال او په منطقه كښ?? د امن په ګټه به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔د كرتارپور مذهبي سېلګرو څخه 20ډالره فيس په اړه وياند وضاحت كښ?? ووئيل دا انټري فيس نه بلكې سروس فيس دے٬دا به په سړكونو٬بسونو٬د هركلي سنټرو پشمول تعميرات او د سېلګرو په آسانيو خرڅ كولې شي۔د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو سره د هندي سفارتكارو دوهم ملاقات په اړه وياند ووئيل كوم دوهم ملاقات نه دې شوې۔وياند د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نتن يانو لخوا وادي اردن په اړه بيان رد كولو سره ووئېل پاكستان به كوم هم غېر قانوني اقدام رد كوي٬دا اقدام پھ منطقه كښ?? په تاؤ تريخوالي كښ?? د زياتوالي سوب جوړیدې شي