اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پی پی) د آزادۍ مارج په اړه د خبرو اترو كونكې حكومتې پلاوي مشر او دفاع وزير پروېز خټك وئيلې دي د اپوزېشن ګوندونو كمېټۍ سره به د خبرو ښې نتيجې رامخې ته شي٬د هغوي تجاويز به ليډرشپ ته وړا??دې كولې شي٬د خبرو دوهم پړاؤ به كېږي۔د دې خيااتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د رهبر كمېټۍ كنوينئر اكرم خان دراني په استوګنه د خبرو وړومبۍ ناستې نه پس پرېس كنفرنس كښې وكړه۔پھ دې موقع لنډ مهاله اولس مشر صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرم??ن اسد عمر٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الهي او د رهبر كمېټۍ غړي موجود وو۔پروېز خټك ووئيل زمونږ د رهبر كمېټۍ غړو سره په ښه چاپېريال كښې خبرې كړې او مونږ هيله لرو چې د خبرو اترو به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ده ووئيل د دواړو اړخونو څخه تجاويز وړا??دې كړی شوې او مونږ به د رهبر كمېټۍ لخوا وړا??دې كړی تجاويز خپل ليډرشپ ته وړا??دې كوول او(نن)به د جمعې په شپ?? 10 بجې د رهبر كمېټۍ سره دوئمه ناسته كوو۔پھ دې موقع اكرم خان دراني ووئيل رهبر كمېټي به د خپلو غوښتنو څخه په شا نه شي۔هيله ده چې حكومتي پلاوې به زمونږ خبرې تسليم كړي