اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فيصل جاوېد وئېلي دي چې پيپلز ګوند او مسلم ليګ(ن)د كال 2008 نه تر كال 2018م د هېواد خزانه لوټ كولو سره خپلې خزانې ډكې كړې دي٬په بهرنيو هېوادون كښې يې خپل جائيدادونه جوړ كړي٬ 22 كروړه اولس ته په وړو??بي ځل د عمران خان په صورت كښې يو ديانتدار او ايماندار وزيراعظم په لاس راغلې٬ده په وړومبو 15 مياشتو كښې پھ معاشي توګه ديواليه هېواد پھ خپلو پښو ودرولې٬ 2020م د معاشي پرمختګ كال دې٬په دې كال كښې به عام وګړی د حكومت د اصلاحاتو او پالېسو خواږه ترلاسه كړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان( اے پي پي)د ايوارډونو وركولو دستورې ته پھ خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اطلاعاتو يوه ښه وزيره ثابته شوې٬د 24 ساعتونو په محنت سره هغه وزارت پھ ښه ډول چلوي۔ده ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال د كرپشن او مني لانډرنګ د لارې ??امي خزانه د ژورې ??شان خوړلې شوې۔پھ دې لسو كلونو كښې اقتدار لرونكې كورنۍ د مالدارو نه مالدار شوي دي او اولس د غربت د لاندې كچې نه هم لاندې تلې۔ده ووئيل چې كله چې پاكس??ان تحريك انصاف اقتدار ته راغلو نو هغه وخت پاكس??ان په معاشي توګه ديواليه وو۔وزيراعظم عمران خان او د هغه ډلې شپه او ورځ محنت كولو سره پاكس??ان په معاشي توګه مضبوط كړو۔نن نړيوالې مالياتي ادارې ??م د پاكس??ان د معيشت مضبوطيا مني۔ده ووئيل چې په وړو??بي ځل په پاكس??ان كښې په ادارو كښې اصلاحات شوي۔د اصلاحاتو په څانګه كښې د پاكس??ان په نړيواله درجه بندۍ كښې په شپږم لمبر راغلې۔په كاروبار كښې د آسانيو په څانګه كښې د پروېز مشرف په دور كښې پاكس??ان په نړيواله درجه بندۍ كښې په 72لمبر وو۔د تېرو لسو كلونو په مهال پيپلز ګوند او د(ن)ليګ حكومتونو پاكس??ان 132 لمبر ته رسولې وو خو د اوسني حكومت د اقداماتو په وجه پاكس??ان 28 درجې بهترۍ سره 100لمبر ته نزدې شوې۔په راتلونكو څو كلونو كښې به نوره بهتري هم راشي