اسلام آباد۔ 5 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستانيانو د كشمي?? يووالي ورځې په موقعه په ځانګړي ډول كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ټول پاكستان د آزاد كشمير جهنډو سره ښكلې ??ړې شوې وو۔ ه?? يو ښار او كوڅه په كوڅه د كشمير بنے ګا پاکستان نعرې پورته كېدې۔ وزیراعظم عمران خان كشميري اولس سره يووالي له د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد ??ه ورسېده چرته چې ده قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې ده د كشمير مسئلې په هر فورم د پورته كولو لوظ وكړو۔ په دې مهال هېواد كښی عامه رخصتي و??۔ د پاكستان او آزاد كشمير ترمينځھ په مهمو پلونو كوهله ٬ آزاد پتن او نورو پلونو د انساني لاسونو زنځيزونه جوړ ??ړې شول۔ د شورؤ په ورځ د هند لخوا د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت ختمولو او د څو مياشتو څخه د لاك ډاؤن په سبب د كشمير ورځ د معمول نه لرې په بشپړه ډول ولمانځلې شو??۔ ددې ورځې مناسبت سره يادګاري ټكټ جاري ??ړې شو۔ د ورځې لس بجې يوې دقيقې له خاموشي اختيار ??ړې شوه۔ اسلام آباد كښې مېرمنو د فارن آفس مخې ته لاريون وويستلو كومې ته چې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونې خصوصي مرستيال خطاب وكړو۔ د اولس مشر او وزيراعظم په شمول ټولو قومي لارښودو ددې ورځې مناسبت سره په خپلو خصوصي پېغامونو كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ دې هندي ګامونه د سيمې امن او سلامتيا له خطر ګرځولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې په حل كولو زور راوړو۔ د كشمي?? يو والي ورځې په موقع په څلورو واړو صوبو كښې ويستلې شويو رېليو ته اعلی وزيرانو خطاب وكړو۔ د پي ټي وي لخوا ددې ورځې حوالې سره 10کروړه خصوصی اېس اېم اېس ولېږلې شول۔ وفاقي تعليمي ادارو كښې مباحثې وشوې او د مضمون ليكلو مقابلې وشوې۔ ده ووئيل په ټولو فارن مشنز كښی د كشمي?? يووالي ورځې په لړ كښې خصوصي پروګرامونه وشول۔ په پرنټ او الېكټرانك ميډيا خصوصي كمپائن وچلولې شو۔ د ورځې په پېل كېدو جوماتونو كښې د كشمير آزادۍ له خاص دعاګانې و??ړې شوې۔ پي ټي وي كښې د كشمي?? يو والي ورځې حوالې سره ګرېټ ډيبېټ و??ړې شو كوم كښې چې لوئې شمېر مهمو قومي لارښودو ګډون وكړو۔ په ډي چوك اسلام آباد كښې د انساني لاسونو زنځير جوړ ??ړې شو۔ د قومي كشمير كمېټۍ تر سېوري لاندې د قومی اسمبلۍ په ټولو حلقو كښې د انساني لاسونو زنځير جوړ ??ړې شو په كوم كښې چې د قومي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو۔ د كشمي?? يووالي ورځې په موقعه ټولو لويو ښارونو كښې د آزاد كشمري بېرغ پورته كړی شو۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو هم د كشمي?? يووالي ورځې په موقعې دستورې وكړې۔ برطانوی پارلیمنټ كښې ددې ورځې حوالې سره كنفرنس و??ړې شو كوم ته چې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خاان ٬ لارډ قربان حسېن په شمول لوئې شمېر پارلماني غړو خطاب وكړو