اسلام آباد 27 مارچ (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د کرونا وائرس په تناظر كښې اولس له آسانيو وركولو لپاره د وزیراعظم کرونا ریلیف ټائیګرز فورس جوړولو او خ??ص فنډ بېلولو اعلان سره وئيلي دي د کرونا په ضد جنګ كښې ټول قام يو دے او مونږ به بريالې كيږو، صوبې يو ډول موَقف لري چې د سا??ان وړلو راوړلو لپاره دې ټول هيواد كښې ګډز ټرانسپورټ روان وي ٬ دغسې د مسافرو په ګاړو به بنديز په ځائې ساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ میډیا پرسنز سره په خپلو خ??رو كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقی وزیران اسد عمر، حماد اظهر، خسرو بختیار، د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خ??ص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا، د وزیراعظم د ځوانانو چارو خ??ص مرستيال عثمان ډار او د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی چیئرمين لیفټیننټ جنرال محمد افضل هم موجود ؤو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل کرونا په ضد جنګ به په اتفاق ګټو، امریکې خپل معیشت او اولس لپاره 2 زره اربه ډالره پیکیج وركړې۔ده ووئيل د بشپړه لاك ډاؤن په صورت كښې زياتې غريبې ??بق?? فکر لرو، د سا??ان وړلو راوړلو لپاره به د ګډز ټرانسپورټ اجازه وي، آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان پشمول ټول هيواد كښې به د ګډز ټرانسپورټ اجازت وي او د سا??ان وړلو راوړلو ګاړې به چليږي، ده ووئېل پريكړه هيواد كښې د خوراك څښاك څيزونو د كمې مخنيوي لپاره شوي، د مسافر په ګاړو به بنديز په ځائې وي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل دوه اوونۍ پس د کرونا وباء صورتحال په اړه هيڅ نشو وئيلي۔ ده ووئيل چين كښې د لاك ډاؤن په مهال وګړو له ??ور??و ته خوراك رسولې كيدو۔ وزیراعظم ووئيل د وباء مخنيوي لپاره په ځوانانو مشتمل رضا کار فورس جوړوو ، په 31 مارچ به د وزیراعظم کرونا ریلیف ټائیګرز فورس اعلانولې شي، كه حاجت پيښ شو نو د ځوانانو ، رضاکارو د لارې به ځپليو ته سا??ان رسولې شي۔ ده ووئيل د کرونا وباء مخنيوي لپاره به خاص فنډز جوړولې شي، د پاکستان اولس په خیراتی او رفاحی کارونو كښې په زړه پورې برخه اخلي۔ ده ووئېل سمندر پورې پاكستانيانو په صلاحیتونو بشپړ باور لرو۔ ده ووئيل په سټيټ بانك كښې به خاص اکاؤنټ پرانستلې شي چرته به چې سمندر پورې پاكستانيان فنډز جمع کولې شي۔ ده ووئيل پولیس ته به وئيلي شي چې د لاك ډاؤن په خلاف ورزۍ نيولې شوي كسان خوشې كړي۔ وفاقی وزیر مخدوم خسرو ووئيل د اوړو زياتې خریدارۍ په وجه ځينو سيمو كښې كمې راغلې،د غنمو سركاري خریداری هم پيل شوي، د فلور ملز سره ترسره شوي چې د غنمو څخه د 60 په ځائې 80 فیصده اوړه جوړ كړې۔ ده ووئيل دا مهال سرکاری ګودامونو كښې 16 لکه ټنه غنم شته، دوه نه تر درېو ورځو كښې به د اوړو رسد او بيعه ښه شي۔ د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل تر 5 اپریل به د كرونا رنځورانو د خيال ساتونكې طبی عملې ته حفاظتی سا??ان ترلاسه شي، آئی سی یو كښې كار كوونكې طبی عملې له به تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د كرونا وائرس 61 فیصده رنځورانو عمرونه 21 نه تر 50 كاله دي، د دې صورتحال جاج اخلو، پاکستان كښې د كرونا له امله د ځپلې شوو شميره د نورو هيوادونو په مقابل كښې كمه ده۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل د وګړو تګ راتګ محدود کولو ګټه به هله اوشي كله چې هغوي ته د ضرورت سا??ان ترلاسه وي۔ده ووئيل د ضروري څيزونو فهرست مرتب کولو سره به د تعطل نه غير رسنه باوري كولو لپاره تګلاره وضع کولې شي،د صوبو په مشاورت سره به داسې تګلاره جوړولې شي چې ورسره به د ضرورت څيزونو وركول باوري شي۔(