کراچی۔29 مارچ (اے پی پی) شاهد آفریدی فاونډېشن کراچۍ او خېبر پختونخوا كښې تر دې دم?? 5 زره كورنيو ته راشن رسولې دې۔ د شاهد آفريدي فاؤنډېشن وياند وئيلي دي چې د كراچۍ په ك??مو سيمو كښې دا راشن وېشلې شوې دې هغو كښې بلدیه ، روهړی ګوټھ، بھېنس کالونی، د كورنګي ??يمې ٬ منګھوپیر، جمیله ګوټھ او د سپر هائي وے سيمې شامل دي۔ وياند ووئيل مونږ محر??مو طبقو ته راشن وركوؤ۔ ده ووئيل دا مهال اولس راشن او مرستې ته اړتيا لري۔ ده زياته كړه چې مونږ شتمندو حضراتو ته خواست كوؤ چې هغوي د بې وزلو مرستې له شاهد آفريدي فاؤنډېشن سره مرسته وكړي۔