اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د پارلماني چارو وزير مملكت علی محمد خان وئيلي دي حکومت د کووېډ۔ 19 په مهال بهر هيوادون?? كښې د ګهيرو شوو پاکستانیانو بيرته راوستلو لپاره خاص چارټر الوتكې ليږلې، د سماجی فاصلې او نورو بند??زو??و په وجه كرايه زياته شوې وه، اوس زړه كرايه بحال شوې۔د شورو په ورځ د سينيټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنې??ړ مشتاق احمد، سېنېټر جاوید عباسی، سېنېټر عثمان کاکړ او نورو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل حکومت هڅ?? كړي چې د کوویډ 19 په مهال د نړۍ بيلو هيوادون?? كښې ګهير پاكستانيان بيرته راولي او په دې لړ كښې خصوصی چارټر الوتكې هم ليږلې شوي ځكه چې د ون وے ټریفك اجازه وه او د سماجی فاصلې په وجه د مسافرو شميره كمولو لپاره هم وئيلي شوې وؤ