كراچي 3 اكتوبر (اے پي پي) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر سره د ګرېنډ ډيېموكرېټك الائنس (جي ډي اے) یو پلاوي ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې دغه ملاقات كښې وفاقي وزيران ډاكټر فهميده مرزا او محمد مياں سومرو موجود وو۔ د ګرېنډ ډېموركرېټك الائنس لخوا نصرت سحر عباسي ، ارباب غلام رحیم او عرفان الله خ??ن مروت هم ملاقات كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه د تحریک انصاف غړو فردوس شمیم نقوي ، حلیم عادل شېخ ، خرم شیر زمان او نورو هم شتون درلود۔ ملاقات كښې د سندھ ??وبې بېلو ضلعو لپاره د وفاقي حكومت په پراختیا??ي منصوبو بحث وشو۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په دغه صوبه كښې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ اسد عمر ووئیل چې وفاقي حکومت له خپلو متحدینو سره په دوامداره تماس کښې دے. د سندھ ګورنر ووئیل چې وفاقي حکومت د وزيراعظم په هدايت د سندھ ??وبې د پرمختګ لپاره ګامونه اخلي ځکه چې وزيراعظم د سندھ ??وبې ته ډیر اهم??ت ورکوي. هغه ووئیل چې وفاقي حکومت لكه د كراچۍ نورو ضلعو لپاره هم په پرمختيائي پېكج كار كوي