پېښور 16 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د کامياب جوان پروګرام دائره کار تر قبائيلي ضلعو د رسولو امر كولو سره وئيلي دي ??ه صوبه كښې د سېلګرۍ ودې ته خا?? پاملرنې ته اړتيا ده، د سېلګرۍ ودې څخه به په محصولات كښې زياتوالے راشي او د روزګار موقعې به زياتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د خېبر پښتونخوا د كابينې غړو ??ره په ملاقات كښې كړې۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر او وزيراعلي هم موجود ؤ ۔ وزيراعظم وزيراعليٰ او ټولې كابينې ته ??ه صوبه كښې د هېلت كارډز په اجراء مباركي وركړه۔ په دې موقع وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال وزيراعليٰ محمود خان ووئيل هره مياشت د ټولو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستے شي٬ په وزيراعلي کمپلېنټس سېل كښې په موقع مسئلې حل كولې شي۔ وزيراعظم د كابينې غړو ??ه تاكيد وكړو چې د خپلو حلقو پرله پسې دورې كوۍ دغسې چې د اولس مسئلې زر حل كړې شي٫ د بې وسو په خدمت كښې اصل كاميابي ده۔ وزيراعظم قبائلي ضلعو ته د موبائل سروس كورېج بهتر كولو او د كامياب جوان پروګرام د كار دائره دغو ضلعو ته د رسولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم ??ه صوبه كښې دسېلګرۍ ودې ته هم د پاملرنې تاكيد وكړو۔ ده ووئيل د سېلګرۍ ودې څخه به محصولات زيات شي او د روزګار موقعې به هم زياتې شي