اسلام آباد۔30دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي پي ډي اېم خ??م شوے۔ د اپوزيشن اختلافات تر مينځه رامخې ته شوي۔ اپوزيشن خپلو كښې اتحاد لري او نه هغوي يو بل سره تګ ته چمتو دي۔ د مولانا فضل الرحمن په ضد د هغه خپل ګوند كښې تحريك راپورته شوے۔ پيپلز پارټۍ نه خو وړاندې اس??عفی وركړې او نه به اوس وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل آصف زرداری بېسټ پلېئر دے۔ پي ډي اېم جلسې وكړې ٬ د اس??عفاګانو اعلانونه ئې هم وكړل او د لانګ مارچ اعلان ئې هم وكړو۔ ولې هېڅ هم اونه شول۔ د يوې پوښتنې په ځواب سېنېټر شبلي فراز ووئيل پي ډي اېم كښی د شام??و ګوندونو لارښود به اس??عفاګانې نه وركوي۔ مسلم ليګ (ن) د خپلې كورنۍ د كسانو نه هم اس??عفی نشي اغستې۔ مولانا فضل الرحما?? د خپل زوي نه اس??عفی نه شي اغستے نو د بل نه دغه غوښتنه څنګه كولې شي۔