ملتان 30 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې په ډينيل پرل كېس كښې د بري شوي شېخ عمر امريكې ته د سپارلو خبرونه بې بنسټه دي۔د امريكې خارجه وزير انتهوني بلنكن سره زما په ټېليفون خبرې شوې دي٬خارجه وزير ته مو په ??مه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړی۔د بلنكن تجربې به د منطقې د ستونزو په ??ل كښې مرسته كونكې ثابته شي۔د امريكې خارجه وزير مو د وزيراعظم عمران خان د ترجيحاتو څخه په ??فصيلي توګه خبر كړې٬په ملتان كښې مېډيا سره په ??برو كښې ده ووئيل د امريكې خارجه وزير په يوه عدالتي پريكړه اندېښنه لرله٬د كومې پھ لړ كښې مو چې هغه په ??عتماد كښې اخستې۔ده په ??دالتي پريكړه د نظرثانۍ د خواهش څرګندونه كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د امريكې حكومت د ډينيل پرل قاتلانو ته سزا وركول غواړي او زمونږ هم دا خواهش دې چې د ډينيل پرل كورنۍ سره انصاف وشي۔ده ووئيل چې پاكستان امريكې سره دوه اړخيزه اړيكې غواړي او هغه مې د وزيراعظم عمران خان د ترجيحاتو نه خبر كړی۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې عدليه آزاده ده٬د آئين او قانون ??ه مخې پريكړې كېږي٬د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كرپشن او مني لانډرنګ په ??د اقدامات كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د امريكې او طالبانو پھ مذاكراتو كښې پاكستان مهم كردار ترسره كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د اسامه بن لادن لخوا د نواز شريف چې كومه مالي مرسته شوې هغه په ??ېكارډ ده٬د پي ډي اېم په ??ړھ ده ووئيل چې زما خيال دې د سندھ حكومت به استعفٰی ورنه كړي۔د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني د سېنېټ چيئرمېن جوړیدو خبرونو په ??ړه ده ووئيل چې د پنجاب څخه سېنېټران ټاكلو لپاره پاكستان پيپلز ګوند سره شمېره پوره نه ده۔دوي هغه د سندھ څخه ټاكلې شي خو دا پريكړه پيپلز ګوند ته كول دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده وئيل چې د جنورۍ په 26مه نېټھ د هند د جمهوريه ورځ كشميريانو د تورې ورځې په ??وګه لمانځلې۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د سفارتي ذريعو د لارې د ه??د مكروح اقدامات او تشدد بې نقابه كوي٬د تحريك انصاف حكومت لخوا چې كله د كشمير مسئله پورته كړی شوه نو د دې پھ نتيجه كښې نړيواله ټولنه په ??ركت كښې راغله۔د سېنېټ په ??ارجه كمېټۍ كښې د كشمير په ??ړه د حكومت دريځ وړاندې كړی شوې او اپوزېشن غړو يې ستائنه كړی۔