اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د سېنېټ ټاك??و كښې د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذات جمع كولو نېټه تر 15 فرورۍ پراخا كړې۔ دې نه وړاندې آخري نېټه 13 فروري ټاكلې شوې وه۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې د غړو د ريټائرمنټ له امله په خالي شويو چوكو ټاك??و كولو له په 11 فرورۍ پروګرام جاري كړے شو۔ او په پرنټ او الېكټرانك ميډيا دغه وخت دا خبره رامخې ته كړې شوه چې كانديدان د وخت د كمي له امله د قانوني تقاضو ترسره كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔ په دې اړه تحريري او زباني خواستونه هم ترلاسه شول۔ الېكشن كمېشن دې هر څه ته كتلو سره د كانديدانو آسانۍ لپاره د كاغذات جمع كولو نېټه پراخا كولو سره د روانې مياشتې 15 مه نې??ه ټاكلې ده۔ د نامزد كړې شويو كانديدانو فهرست به په 16 فرورۍ لګولے شي۔ د كاغذو??و كره كتنه به د روانې مياشتې په 17 ??و 18 فرورۍ د ريټرنګ افسرانو په دفترو??و كښې كېږي۔ د دې د منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړې په ضد به ټربيونل كښې اپيل د روانې مياشتې تر 20 مې نېټې كېدې شي۔ د اپيلونه ترسره كولو حتمي نېټه 20 فروري ټاكلې شوې ده۔ د ټربيونل پرېكړو په رڼا كښې د كانديدانو بيا كتلې شوې فهرست به په 24 فرورۍ لګولې شي۔ د كاغذونو د بېرته اخستو نېټه 25 فروري ټاكلې شوې ده۔ د سېنېټ ټاكنو نېټه به هم هغه د مارچ 3 مه نېټه وي كومه به چې بدلولې نه شي