اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی) قومي اسمبلۍ په وزيراعظم عمران خان د اعتماد د قرارداد منظوري وركړې ده۔ په مجموعي توګه د پاكستان تحريك انصاف او اتحادي ګوندونو 178 غړو په وزيراعظم عمران خان د اعتماد څرګندونه وكړه۔ د آئین د آرټیکل 91 ذېلی شق 7 غوښتنې ترسره كولو سره د قومي اسمبلۍ غونډه رابللې ??وې وه۔ وزیراعظم عمران خان په كال 2018ء كښې د وزيراعظم په حېث خپل منصب سنبھال كړے وو۔ هغه مهال د قومي اسمبلۍ 176 غړو د اعتماد ووټ وركړے وو۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه۔ د غونډې په پېل كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان د اسلامي جمهوريه پاكستان دستور آرټیکل 91 شق (7) غوښتنو له مخې د اسلامي جمهوريه پاكستان په وزيراعظم عمران خان د اعتماد څرګندونه كوي۔ سپیکر ایوان كښې د ووټنګ تګلاره ښودلو سره ووئيل د ووټنګ عمل پېل كېدو نه وړاندې به تر 5 دقيقو ټلۍ غږولې ??ي۔ ټولې ??اخلي دروازې به بندولې ??ي۔ د ووټنګ عمل ترسره كېدو پورې به نه څوك بهر تلې ??ي او نه دننه راتلې ??ي۔ د غړو نامې به اخستلې ??ي او هر يو غړے به د هغه ښي اړخ ته لابي ته تللو سره خپل وو?? رجسټرډ كوي۔ دې نه وروستو سپيكر د اعتماد ووټ عمل پېل كړو او په ايوان كښې تر 5 دقيقو ټلۍ وغوږولې ??وې۔ 5 دقيقې وروسته سپيكر د ټولو داخلي دروازو بندولو امر وكړو۔ سپیکر د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔ ټولو غړو خپل خپل ډېسك ډبولو سره دې ته هركلے اووے۔ په دې مهال د اپوزيشن لخوا يو غړے محسن داوړ ايوان كښې موجود و۔ سپيكر ووئيل كوم غړي چې د اعتماد ووټ وركول غواړي نو هغوي دې ښي اړخ ته لابي ته تللو سره خپل وو?? رجسټرډ كړي۔ دې نه وروستو د قومي اسمبلۍ غړي يو بل پسې لابي ته تللو سره خپل وو?? رجسټرډ كړو۔ وزیراعظم عمران خان هم خپل وو?? رجسټرډ كړو۔ د ووټنګ عمل په بشپړ كېدو غړي ايوان ته بېرته راغلل۔ دې نه وروسته سپيكر د قرارداد په حق كښې د كارولې ??ويو ووټونو شمېره اعلان كړه۔ هغه ايوان ته ووئيل د وزيراعظم په حق كښې د اعتماد قرارداد منظور شوے دے۔ سپيكر ووئيل دې نه وړاندې د كال 2018ﺀ اګست مياشت كښې عمران خان 176 ووټونه اخستلو سره وزيراعظم ټاكلے شوے وو او اوس دوه نيم كاله پاس هغه 178 ووټونه ترلاسه كړل