اسلام آ??اد 28 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب او د كورنيو چارو صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي د احتساب عمل به د كوم فرق نه بغېر روان وي?? د جهانګير ترين معامله قانوني ده، د جهانګير ترين په ضد كارروائي د شوګر كميشن په رپورټ كولې شي، زه به خوشحاله شم چې په هغه لګولې شوي تورونه دروغ ثابت شي. د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د اېف آئي كومه ډله زما پ?? نګرانې كښې كار نه كوي. په كې?? كښې ټول پوزيشن واضح دے. شوګر انكوائري كميشن كابينې جوړ كړے ؤ، هغه كميشن پلټنې كړي چې پكښې د جهانګير ترين نوم ر??غل?? او په دې كارروائي كېږي. ده ووئيل دا كوم كنفرم كې?? نه دے يوازې تورونه دي او زه به خوشحاله شم چې دا تورونه غلط ثابت شي. ده ووئيل نواز شريف د اسحاق ډار په شان تورن نه بلكې مجرم دے. د برتانيې حكومت ته مو د نواز شريف بې دخله كولو وئيلي دي ۔ ده ووئېل برتانيې د نواز شريف سپارلو نه انكار نه دے كړے، نواز شريف به سزا پ??ره كولو لپاره پاكستان ته راځي.