اسلام آباد۔3مئی (اے پی پی)د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئيلي دي كله نه چې هند د كشميري شناخت او كلتور ختمول پېل كړي دي دغه وخت نه كمېټي د كشميري كلتور ودې او تحفظ له كار كوي۔ كېمټي د كشمير حقيقي شناخت ته وده وركولو له پوهانو نه استفاده كوي۔ په دې لړ كښې جو??ېدونكې بورډ ٬ كوم چې په نوموړو فنكارانو ٬ پوهانو او فلم جو??ونكو مشتمل دے ٬ به د هند لخوا وېجاړ كېدونكي كشميري كلتور بحالۍ او رامخې ته كېدو كښې مرستيال وګرځي۔ اے پی پی سره خبرو كښې هغه ووئيل د دې بورډ غوڼډې به ګرد هېواد كښې كولے شي۔ په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئلې پورته كولو له د كشمير كمېټۍ منظم او فع??ل اېكشن پلان هم جو??ولے شي۔
شهریارآفریدی ووئيل د انفارمېشن ټېکنالوجی پوهانو سره په ګډه يو اېډوائززی بورډ جو??ولې شي دغسې چې په ډیجیتل محاذ هم فعاله كردار ترسره كړے شي۔ هغه ووئيل د كشمير ستونزې په قانوني ??ړخونو تګلارې او د آپشنز لټون له اېډوائزری کمېټي جو??ه كړې شوې ده۔ کشمیری سکالرز او تھنک ټېنکس سره په ګډه په كشمير تحقيق له كار روان دے۔ هغه ووئيل كمېټۍ په اولني ځل د آزاد كشمير او مقب??ضه كشمير مستندو شمېرو له وېب سائيټ ډوېلپ كړے دے په كوم به چې په 7 ژبو كښې مواد اېښودلے شي۔ بلخوا د كمېټۍ چئيرمېن ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو په پرېكړه راضي دے خو هند د ثالثۍ نه انكار كوي۔ هغه ووئيل هند په سيمه ايزو رابطو كښې لوئے خنډ دے۔